Eng./Fr./ Dari/Pashto

Audio
(MP3/3.2MB)

په افغانستان کې د ناټو لوی ملکي استازی

لوی ملکي استازی په افغانستان کې د اتحادیې سیاسي- نظامي مقصدونه ترسره کوي، له افغان حکومت، مدني ټولنې، نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونوسره اړیکې ساتي.

هغه په کابل کې په رسمي او عمومي توګه د اتحادیې د سیاسي مشرۍ استازیتوب کوي.

دغه دنده اوس څوک پرمخ بیایي؟

استازی ډان ډبلیو ایورټس د ۲۰۰۶ کال د اګست له ۲۴مې نېټې څخه په افغانستان کې د ناټو دویم لوی ملکي استازی ټاکل شوی دی. استازی ایورټس چې د هالنډ تبعه دی د پالیسۍ او اجرایې په دواړو سطحو پراخه تجربه او مهارتونه لري. نوموړي په پراخه کچه له ډېرو نړیوالو سازمانونو او په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو او OSCE سره کار کړی دی.

د هغه یا هغې صلاحیت، دندې او مسؤلیتونه څه دي؟

لوی ملکي استازی چې د ناټو د سولې له مرستندوی نړیوال ځواک (ایساف) سره له نژدې څخه کار کوي، د صحنې، په بروسلز کې د ناټو د مرکزي دفتر، او د شمالي اتلانتیک د شورا ترمنځ چې د اتحادیې اساسي تصمیم نیونکی جوړښت دی، د مفاهمې یو مستقیم چینل جوړوي.

هغه له افغانستان سره د اتحادیې د یووالي د یقیني کولو لپاره د اغېزمنو لارو چارو د په کار اچولو سپارښتنې کوي، چې په دې کې د ناټو په هکله د عامه ادراک د قوي کولو لپاره اړوند مسؤلیتونه هم شامل دي.

هغه د افغان حکومت له لوړپوړو غړو سره اړیکې لري او په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې او نورو ښکېلو نړیوالو سازمانونو، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د ماموریت (یوناما) او اروپايي ټولنې له استازو سره په همغږۍ کې کار کوي.

دغه استازی د ګاونډیو هېوادونو له استازو، بېلابېلو سیاسي لوبغاړو، د افغان مدني ټولنې له استازو او د نړیوالو ناحکومتي ادارو له استازو سره هم اړیکې ساتي.

هغه څنګه او د څومره وخت لپاره ټاکل کېږي؟

استازی د ناټو د عمومي منشي له خوا په یوې ځانګړې طریقې سره ټاکل کېږي. د هغه صلاحیت وخت پورې محدود او په افغانستان کې د سیاسي پرمختګونو په رڼا کې نوی کېږي.

هغه څنګه رامنځته شو؟

ناټو یو د لوی ملکي استازي پسټ د ۲۰۰۳ کال په اکتوبر کې ایجاد کړ څو په کابل کې د اتحادیې د سیاسي مشرۍ استازیتوب وکړي.

لومړنی لوی ملکي استازی چې ناټو د ۲۰۰۳ کال په نومبر کې وټاکه ترکی تبعه وزیر حکمت چیتن وه. د ۲۰۰۶ کال په اګست کې په وزیر چیتن پسې هالنډي تبعه استازی ډان ایورټس دغه واګي په لاس کې واخیستل.