Eng./Fr./Ru.
Dari/Pashto
Ukr.

Audio
(MP3/22MB)

د امنیت مرستندوی نړیوال ځواک (ISAF)

مرسته کوي چې په افغانستان کې امنیت اوثبات راولي او پرمختګ ته وده ورکړي

ناټو د ملګرو ملتونو په حکم جوړ شوي د امنیت د مرستندوی نړیوال ځواک (ایساف) له لارې له افغان حکومت سره په ټول هېواد کې د هغوی د واکمنۍ او نفوذ په غزولو او په کار اچولو کې مرسته کوي او د ثبات او بیارغونې لپاره شرایط برابروي.

” په دغه پروسه کې د ایساف کار دا دی چې امنیت ټینګ کړي څو د پرمختیايي چارو ترسره کول شوني وګرځي“

Spد ایساف د قوماندان متقاعد جنرال ریچارډز د ۲۰۰۶ کال د جولای د ۳۱مې نېټې وینا

د ۲۰۰۶ کال د اکتوبر پر ۵ مه، د ناټو لپاره په یوه بل مهم ګام کې، ناټو- ایساف د افغانستان په ختیځ کې د متحده ایالتونو ترمشرۍ لاندې ټلوالې څخه د نړیوالو نظامي ځواکونو قومانده تر لاسه کړه. اوس، د ناټو ترمشرۍ لاندې څه ۳۰۰۰۰ ځواکونه په ټول هېواد کې د دې لپاره د افغان مقاماتو ملاتړ کوي چې د بیارغونې او پرمختګ هڅې ګړندۍ کړي.

اوس د دغې ټلوالې ماموریت ټول افغانستان تر پوښښ لاندې راولي. ناټو د ۳۷ هېوادونو او د ولایتي بیارغونې د ۲۵ ډلو د څه ۳۰۰۰۰ عسکرو مشري کوي. دغه له اروپا څخه بهر د ناټو لومړني او تر ټولو پراخ ځمکني عملیات دي.

دا په عملي توګه څه معنی لري؟

د ایساف په کلیدي نظامي دندو کې دا شامله ده چې له افغان حکومت سره مرسته وکړي څو خپله واکمني ټول هېواد ته وغزوي، له افغان امنیتي ځواکونو سره په ګډه د امنیت او ثبات د رامنځته کولو لپاره عملیات ترسره کړي؛ د افغان ملي اردو لارښوونه او ملاتړ وکړي او د ناقانونه وسله والو ګروپونو د بې وسلې کولو په برخه کې د افغان حکومت د پروګرامونو ملاتړ وکړي.

د اړوندو موسسو له خوا د برابرې شوې بشري مرستې په عملیاتو کې مرسته کوي، او د وسایلو او وړتیاوو له لارې د افغان ملي پولیسو ملاتړ کوي.

د امنیت یو ښکاره حضور

د ایساف ځواکونه په ټول افغانستان کې په منظمه توګه ګزمې کوي.

هره اونۍ نژدې ۶۰۰ ګزمې ترسره کېږي- چې خواوشا ۱۰۰ یې له افغان ملي پولیسو او افغان ملي اردو سره په ګډه وي.

د ولایتي بیارغونې ډلې- ثبات ټینګوي

د ولایتي بیا رغونې ډلې (PRTs) په افغانستان کې د ناټو- ایساف د موجودیت مهم اړخ دی. دا د ملکي او نظامي کسانو کوچنۍ ډلې دي چې د افغانستان په ولایتونو کې کار کوي څو د مرستې د کارکونکو امنیت وساتي او د بیارغونې په کار کې مرسته وکړي. هغوی د افغانستان لپاره د درې اړخیزې ستراتیژۍ- امنیت، حکومت کولو او پرمختګ یو کلیدي جزجوړوي- چې مرسته کوي څو ثبات ټول هېواد ته وغزېږي.

پرمنظمو ګزمو او امنیتي عملیاتو سربېره، د ناټو- ایساف د ولایتي بیارغونې ډلې د ښوونځیو او روغتیايي اسانتیاوو د بیارغونې په برخو کې مرستې کوي؛ د اوبو د تامینولو سرچینې بیاجوړوي، کرنیزه ټکنالوژیکي مرسته او ډېرې نورې ملکي- نظامي پروژې ترسره کوي.

ناټو د ولایتي بیارغونې د ۲۵ ډلو نظامي چارې رهبري کوي.

روزنه او لارښوونه

ایساف د نوې افغان ملي اردو او ملي پولیسو د لومړیو واحدونو په روزنه کې مرسته کوي. په دغه مرسته کې د داسې مجربو افسرانو او وړو ضابطانو د کوچنیو ګروپونو د په کار ګومارلو له لارې له افغان ملي اردو سره مرسته شامله ده چې د افغان ملي اردو اړوندو واحدونو ته به ښوونه کوي او روزنه به ورکوي.

وسلې له منځه وړل

د ناټو تر مشرۍ لاندې ځواک له افغان حکومت سره په هېواد کې بېلابېلو وسله والو ګروپونو پورې د اړوندو درنو وسلو (لکه ټانکونو، توپونو) په له منځه وړلو او د حکومت له خوا په ځانګړیوکنټرولېدونکوساحوکې دهغو په ځای پر ځای کولوکې مرسته کړې ده. تر ننه پورې تر ۱۰۰۰۰ ډېرې درنې وسلې ځای په ځای شوي دي او تر ۳۴۰۰۰ میله ډېرې سپکې وسلې د ولس له منځه لیرې شوې دي. دغه د یوې وړ افغان اردو د لاپرمختګ په لور یو مهم ګام وه، ځکه احتمال لري چې د دغو وسلو ډېره برخه بالاخره د اردو د سنبالولو لپاره وکارول شي.

په ورته ډول، ایساف له ۶۱۰۰۰ څخه د ډېرو پخوانیو جنګیالیو د بې وسلې کولو، ملکي کولو او بیا مېشتولو په برخوکې مرسته کړې ده او د افغانستان له حکومت سره، ناقانونه وسله والو ګروپونو پورې د اړوندو اټکل ۱۲۰۰۰۰ کسانو په بې وسلې کولو کې مرسته کوي چې بالاخره ملکي ژوند ته به بېرته ستنېږي.

د افغانستان د اردو او پولیسو په ملاتړ عملیاتو کې د ناچاودو مهماتو، چې کېدای شي د په لاس جوړو چاودونکو وسیلو په توګه ترې کار واخیستل شي، پاکول او ویجاړول هم راځي. دغه کار د افغانستان د اوږدمهاله امنیت لپاره ضروري دی.

هېواد ته د ننوتلو د یوې لارې برابرول

ایساف همدارنګه د کابل نړیوال هوايي ډګر، چې په وچه کې ایسار افغانستان ته د ورننوتلو لویه دروازه تشکیلوي، چلوي او کنټرولوي. دغه هوايي ډګر ته نظامي او ملکي دواړه ډوله هوايي ترافیک راځي او اوس یې په ورځ کې په منځنۍ کچه د الوتنو شمېر تر ۱۱۰ اوړي چې زیاتره یې تجارتي هوايي ترافیک دي. نهايي هدف دا دی چې د هوايي ډګر د چلولو واک د افغانانو تر مشرۍ لاندې داسې چلونکو ته ور ولېږدېږي چې ۲۴ ساعته او په اونۍ کې ۷ ورځې فعال وي.

لويې پېښې خوندي کول

د ۲۰۰۳ کال د ډسمبر له ۱۴مې څخه د ۲۰۰۴ کال د جنورۍ تر ۴مې نېټې پورې، ایساف په بریالیتوب سره په کابل کې د یوه لوی سیاسي کار، د اساسي قانون د لویې جرګې، د ترسره کولو لپاره ملا وتړله. دغه لویه غونډېدنه په افغانستان پورې ځانګړې ده، چې د هېواد لپاره یې یو نوی اساسي قانون تصویب کړ. ایساف په ټوله پروسه کې د امنیت د خوندي کولو لپاره له افغان مقاموتو سره مرسته وکړه.

ایساف همدارنګه د ۲۰۰۴ کال په اکتوبرکې د ولسمشرۍ د تاریخي ټاکنو او د ۲۰۰۵ کال په سپتمبر کې د ملي شورا او ولایتي شوراګانو د ټاکنو لپاره د هوايي او ځمکنیو عملیاتو د ترسره کولو او په صحنه کې د اضافي عسکرو د ځای پرځای کولو له لارې د امنیت د خوندي کولو په برخو کې مرسته وکړه.

مسؤل څوک دی؟

د ماموریت سیاسي تګلاره او ګډ کار د ناټو د اصلي تصمیم نیونکې ډلې، د شمالي اتلانتیک شورا، له خوا ټاکل کېږي.

د سیاسي لارښوونې په اساس، ستراتیژیکه قومانده او کنټرول له شورا څخه د ناټو د قوماندې له لوی عملیاتي مرکز، په اروپا کې د متحدو ځواکونو د قوماندې له سترمرکز(SHAPE) څخه چې د بلجیم په مونس کې دی اجرأ کېږي.

تر SHAPE لاندې یو بل د قوماندې مرکز، د ګډ ځواک د قوماندې مرکز، چې د هالنډ په برونسم کې دی، په عملیاتي سطحه د پرسونل برابرولو، توظیف او د ماموریت د پایښت مسؤلیت پرغاړه لري.

ایساف په خپله په څلورو برخو کې برابر شوی دی:

  • د ایساف د قوماندې مرکز: د کابل د څو ملتیز غونډ قومانده پرغاړه لري او په خپله ترمسؤلیت لاندې ساحه کې عملیاتي دندې ترسره کوي. له ملګرو ملتونو، افغان انتقالي ادارې، او حکومتي او ناحکومتي سازمانونو سره اړیکې لري او له هغوی سره مرسته کوي؛
  • د کابل څوملتیزغونډ: د ایساف د تکتیکي قوماندې مرکز په ورځنۍ سطحه د ګزمې او ملکي- نظامي همکارۍ د عملیاتو د پلانولو او ترسره کولو مسؤلیت پرغاړه لري؛
  • د کابل نړیوال هوایي ډګر: ایساف د افغانستان د ملکي هوانوردۍ او ګرځندوی له وزارت سره د هوايي ډګر د عمومي عملیاتو په ترسره کولو کې مرسته کوي؛
  • د ولایتي بیارغونې ډلې : (PRTs) د نظامي پرسونل داسې ډلې دي چې د افغانستان په ولایتونو کې د افغانستان د مرکزي حکومت د واک د پراختیا او د بیارغونې او پرمختګ د اسانتیا په برخو کې کار کوي.

د لویې هڅې برخه

ناټو د افغان واکمنو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د ماموریت (یوناما) ملاتړ، او له هغوی سره لاس په لاس کار کوي.

د ناټو ماموریت د متحده ایالتونو ترمشرۍ لاندې ټلوالې له عملیاتو څخه چې په افغانستان کې خپلواکي غښتلې کوي، بېل دی او له هغه سره توپیر لري. ایساف پرثبات او امنیت تمرکز کوي، په داسې حال کې چې د متحده ایالتونو ترمشرۍ لاندې ټلوالې ځواکونه د ترهګرۍ پرځپلو بوخت دي.

دغه عملیات څنګه پرمخ ولاړل؟

ایساف له واک څخه د طالبانو د رژیم تر لیرې کولو وروسته د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې د بن کانفرنس په اساس جوړ شو. افغان مخالفو مشرانو چې په کنفرانس کې یې برخه اخیستې وه د خپل هېواد د بیارغونې پروسه د افغانستان د انتقالي ادارې په نامه د حکومت د یوه نوي جوړښت په برابرولو سره پیل کړه. د ملګرو ملتونو په حکم د جوړ شوي نړیوال ځواک دا نظرچې د افغانستان له نوې جوړې شوې انتقالي ادارې سره مرسته وکړي هم د دې لپاره وه چې په کابل او خواوشا کې یو مصؤن چاپېریال رامنځته او د افغانستان په بیارغونه کې مرسته وکړي.

دغو مذاکرو د افغانستان د انتقالي ادارې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو دماموریت (یوناما) او ایساف ترمنځ د یوې درې اړخیزې ملګرتیا د رامنځته کولو لپاره لاره هواره کړه.

په پیل کې، هېوادونو یو په یو په خپله خوښه د شپږو میاشتو لپاره د ایساف ماموریت رهبري کړ.د ایساف لومړی ماموریت د انګلستان له خوا ترسره شو. بیا ترکیې د ایساف د دویم ماموریت قومانده په لاس کې واخیسته. د ۲۰۰۳ کال له فبروري څخه د ایساف درېیم ماموریت د ناټو په مرسته د المان او هالنډ له خوا رهبري شو.

ایساف د ملګرو ملتونو ځواک نه دی، بلکې د رضاکارانو یوه ټلواله ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا ( ایساف پورې دUNSC د اړوندو اتو پرېکړو- ۱۳۸۶، ۱۴۱۳، ۱۴۴۴، ۱۵۱۰، ۱۵۶۳، ۱۶۲۳، ۱۶۵۹ او ۱۷۰۷ ) په اساس تشکیل شوی دی. د ایساف د قوماندان او د افغانستان د انتقالي ادارې ترمنځ یوه مفصله نظامي تخنیکي پرېکړه د ایساف د عملیاتو لپاره اضافي لارښوونې وړاندې کوي.

په پیل کې، هېوادونو یو په یو په خپله خوښه د شپږو میاشتو لپاره د ایساف ماموریت رهبري کړ.د ایساف لومړی ماموریت د انګلستان له خوا ترسره شو. بیا ترکیې د ایساف د دویم ماموریت قومانده په لاس کې واخیسته. د ۲۰۰۳ کال له فبروري څخه د ایساف درېیم ماموریت د ناټو په مرسته د المان او هالنډ له خوا رهبري شو.

ناټو د ایساف قومانده پرغاړه اخلي

د ۲۰۰۳ کال له اګست څخه ایساف د ناټو له خوا حمایه او رهبري کېږي، او مالي لګښت یې د هغو هېوادونو له خوا برابرېږي چې عسکر ورکوي. اتحادیه د ځواکونو د قوماندې، تنظیم او پلان جوړولو مسؤلیت پرغاړه لري. د ځواکونو د قوماندان او د افغانستان په خاوره کې د مرکزي دفتر برابرول هم په دې کې شامل دي.

د ۲۰۰۳ کال په اګست کې د ایساف د مشرۍ په غاړه اخیستلو کې د ناټو رول دا ستونزه له منځه ویوړه چې بیا بیا لټه وشي او نوي هېوادونه وموندل شي څو دغه ماموریت رهبري کړي او په هرو شپږو میاشتو کې یوځل په یوه مغلق چاپېریال کې د قوماندې یونوی مرکزجوړ کړي. د ناټو د قوماندې یو دوامدار مرکزهمدارنګه هغو کوچنيوهېوادونو ته چې د لارښودو هېوادونو په توګه کار کول ورته سخت وي، د دې وړتیا ورکوي چې د قوماندې په یوڅوملتیزمرکزکې یو قوي رول ولوبوي.

د ۲۰۰۳ کال په نومبر کې، ناټو د ترکیې وزیرحکمت چیتن په افغانستان کې د لوی ملکي استازي په توګه په دنده وګوماره. د ۲۰۰۶ کال په اګست کې په وزیر چیتن پسې سفیر ډان ایورټس چې د هالنډ هېواد استوګن وه د چارو واګي په لاس کې واخیستل. لوی ملکي استازی په افغانستان کې د اتحادیې د ښکېلتیا د سیاسي- نظامي چارو د پرمخ بېولو مسؤلیت پرغاړه لري او د شمالي اتلانتیک شورا څخه لارښوونه تر لاسه کوي. هغه د ایساف له قوماندان او ملګرو ملتونو او همدارنګه له افغان چارواکو او په هېواد کې د نړیوالې ټولنې له نورو استازو لکه اروپایي ټولنې سره په نژدۍ همکارۍ کې کار کوي.

په افغانستان کې د ناټو د حضور پراختیا

په پیل کې د ایساف کار په کابل او د هغه په خواوشا کې امنیت راوستلو پورې محدود وه. د ۲۰۰۳ کال په اکتوبر کې، ملګرو ملتونو د ایساف د کار دنده اوږده کړه څو ټول افغانستان تر پوښښ لاندې راولي) UNSCR ۱۵۱۰ (، او د ماموریت د پراختیا لپاره یې لاره هواره کړه.

۱ مرحله: شمال ته

د ۲۰۰۳ کال په ډسمبرکې، د شمالي اتلانتیک شورا چې د ناټول د تصمیم نیولو اساسي برخه جوړوي ستر قوماندان جنرال جیمز جونز ته صلاحیت ورکړ څو په کندز کې د المان تر مشرۍ لاندې د ولایتي بیارغونې د ډلې د قوماندې په تر لاسه کولو سره د ایساف د پراختیا نوښت ترسره کړي.

د ولایتي بیارغونې ډلې (PRTs) د ملکي او نظامي پرسونل کوچنۍ ډلې دي چې د افغانستان په ولایتونو کې کار کوي څو د مرستې د کارکونکو امنیت وساتي او د بیارغونې په کار کې مرسته وکړي. دغه ډلې د بن د تړون په درې واړو برخو؛ امنیت، بیارغونې او سیاسي ثبات کې کلیدي رول لوبوي. په ۲۰۰۳ کال کې د کندز د ولایتي بیارغونې له ډلې پرته د خپلواکۍ د ټینګولو د عملیاتو تر قوماندې لاندې چې په افغانستان کې د ترهګریزو نښو په وړاندې د متحده ایالتونو دوامدار نظامي عملیات دي د ولایتي بیارغونې اته نورې ډلې هم موجودې وې.

د ۲۰۰۳ کال د ډسبمر پر ۳۱مه د کندز د ولایتي بیارغونې د ډلې نظامي جز د یوې ازمېښتي پروژې او د ماموریت د د پراختیا د لومړي ګام په توګه د ایساف تر قوماندې لاندې ونیول شو.

شپږ میاشتې وروسته، د ۲۰۰۴ کال د جون پر ۲۸مه، په استانبول کې د ناټو د دولتونو او حکومتونو د مشرانو د لوړې سطحې په غونډه کې ناټو اعلان وکړ چې هغوی به د هېواد په شمال؛ مزارشریف، میمنه، فیض اباد او بغلان کې د ولایتي بیارغونې څلور نورې ډلې هم جوړې کړي.

دغه پروسه د ۲۰۰۴ کال د اکتوبر پر لومړۍ نېټه بشپړه شوه او د ایساف د ماموریت د پراختیا لومړی ګام یې په نښه کړ. دغه مهال څه ۳۶۰۰ مربع کیلومټره ساحه په کابل او خواوشا سیمو او خواوشا ۱۸۵۰۰۰ مربع کیلومتره ساحه په شمال کې د ایساف دعملیاتو تر پوښښ لاندې وه او دغه ماموریت د هېواد په نهو شمالي ولایتونو کې امنیتي وضعه تر خپل نفوذ لاندې راوستې وه.

۲مه مرحله: لوېدیز ته

د ۲۰۰۵ کال د فبروري پر ۱۰مه، ناټو اعلان وکړ چې ایساف به د افغانستان لوېدیز ته نور هم پراخ شي.

دغه پروسه د ۲۰۰۵ کال د می پر ۳۱مه نېټه هغه وخت پیل شوه چې ایساف د هرات او فراه په ولایتونو کې د ولایتي بیارغونې د دوو نورو ډلو او په هرات کې د نورې مرستې د مرکز (یو لوژیستیکي مرکز) قومانده ترلاسه کړه.

د سپتمبر په پیل کې د ایساف ترمشرۍ لاندې د ولایتي بیارغونې دوو نورو ډلو په لوېدیز؛ یو د غور ولایت په مرکز چغچران او یو د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې فعالیت پیل کړ او په دې توګه یې لوېدیز ته د ایساف پراختیا بشپړه کړه.

دغه مهال د ایساف اوږد شوي ماموریت په شمال او لوېدیز کې د ولایتي بیارغونې ټولې نهه ډلې رهبري کولې او د افغانستان ۵۰٪ خاورې ته یې امنیتي مرسته برابروله. اتحادیې خپل چمتو والی جاري وساته څو ایساف د هېواد جنوب ته وغزوي.

د ۲۰۰۵ کال په سپتمبر کې اتحادیې په لنډمهالي ډول ۲۰۰۰ نور عسکر افغانستان ته ولېږل څو د سپتمبر د ۱۸مې په ولایتي او پارلماني ټاکنو کې مرسته وکړي.

۳مه مرحله: جنوب ته

د ۲۰۰۵ کال د ډسمبر پر ۸مه په بروسلزکې د ناټو په مرکزي دفتر کې، د اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو داسې یو پلان تصویب کړچې په افغانستان کې یې د ناټو د رول او حضور د پراختیا لپاره لاره هواروله.

د دغه پلان لومړۍ برخه په ۲۰۰۶ کال کې جنوب ته د ایساف پراختیا وه، چې د ۳مې مرحلې په نامه هم یادېږي.

دغه پلان د ۲۰۰۶ کال د جولای پر ۳۱مه هغه وخت پلی شو چې ایساف د متحده ایالتونو تر مشرۍ لاندې ټلوالې له ځواکونو څخه د افغانستان د جنوبي سیمې قومانده تر لاسه او د خپلو عملیاتو ساحه یې شپږو نورو؛ دایکندي، هلمند، کندهار، نیمروز، ارزګان او زابل ولایتونو ته پراخه کړه- او د ولایتي بیارغونې د څلورو نورو ډلو قومانده یې په لاس کې واخیسته.

دغه مهال پراخ شوي ایساف په شمال، لوېدیز او جنوب کې د ولایتي بیارغونې ۱۳ ډلې رهبري کولې چې د افغانستان د خاورې څه درې پر څلور برخې یې تر پوښښ لاندې راوستې وې.

په هېواد کې د ایساف د ځواکونو شمېرهم له پراختیا څخه د مخکې وخت له ۱۰۰۰۰ تنو څخه له پراختیا څخه د وروسته وخت ۲۰۰۰۰ تنو ته لوړ شو.

۴مه مرحله: ایساف ختیځ لور ته پراخېږي، د ټول هېواد مسؤلیت پرغاړه اخلي.

د ۲۰۰۶ کال د اکتوبر پر ۵مه، ایساف د افغانستان په ختیځ کې د متحده ایالتونو ترمشرۍ لاندې ټلوالې څخه د نړیوالو نظامي ځواکونو د قوماندې په ترلاسه کولوسره د خپلې پراختیا وروستۍ مرحله پلې کړه.

اوس د اتحادیې ماموریت ټول افغانستان ترپوښښ لاندې لري. ناټو د ۳۷ هېوادونو او د ولایتي بیارغونې د ۲۵ ډلوڅه ۳۰۰۰۰ عسکر رهبري کوي.

اصلاح شوي عملیاتي پلان د اتحادیې د عملیاتو د ساحې په پراختیا سربېره په هېواد کې د ایساف د لاپراخ رول لپاره هم لاره هواره کړه. په دې کې د قوماندې په بېلابېلو سطحو د افغان ملي اردو واحدونو ته د ایساف دعملیاتو د رهبرۍ او ارتباطي ډلو په کار ګومارل هم شامل دي. دغه د مجربو افسرانو او وړو ضابطانو کوچني ګروپونه دي چې د افغان ملي اردو اړوند واحدونه به روزي او لارښوونه به ورته کوي.