ناټوپه افغانستان کې

ناټو په افغانستان کې د ښکېلې نړیوالې ټولنې یوه کلیدي برخه ده چې له افغان مقاماتو سره د امنیت او ثبات په راوستلو کې مرسته کوي او بیارغونې او مؤثرې واکمنۍ ته لاره هواروي.

ناټو په افغانستان کې د ښکېلې نړیوالې ټولنې یوه کلیدي برخه ده چې له افغان مقاماتو سره د امنیت او ثبات په راوستلو کې مرسته کوي او بیارغونې او مؤثرې واکمنۍ ته لاره هواروي.

دا یوه له هغو ډېرو ننګوونکو دندو څخه ده چې ناټو تر اوسه پورې پر غاړه اخیستې دي، خو دا د نړیوال امنیت لپاره یوه پرېکنده مرسته ده“ د ناټوعمومي منشي یاپ ډي هوپ شیفر
د ټلوالې هدف دا دی چې د داسې شرایطو په برابرولو کې مرسته وکړي چې افغانستان ترې د لسیزو له اوږدې جګړې، ویجاړۍ او غربت وروسته ګټه واخیستلی شي- او یو استازی حکومت او پایداره سوله او امنیت په کې راشي.
د ناټو رول د افغانستان د تړون، چې د افغانستان د حکومت او د نړیوالې ټولنې ترمنځ یو پنځه کلن پلان دی او د امنیت، حکومت کولو او د هېواد د اقتصادي پراختیا اړوند هدفونه ټاکي، یوه کلیدي برخه دی.