(جون ٢٠٠٧)
افغان ملي پوځ ته د مخامخ مرستې برابرول د ناټو-ايساف په مهمو پوځي دندو کې راځي. ناټو-ايساف د افغان ملي پوځ تر څنگ جنگيدلى او د مشورې، روزنې او تجهيزاتو د ورکړې له لارې ورسره دوامدارې مخامخ مرستې ته ژمن دى.
د يوۀ اغيزمن افغان ملی پوځ جوړول د يوۀ پرځان بسيا افغانستان ودانولو لپاره خورا اړين دي. |
|
| متحده ايالتونه د افغان ملي پوځ د پرمختيا لپاره د اتو لويو شتمنو هېواد، د ډلې مخکښ هېواد دى، او ډېر مهم پرمختگ شوى دى، د افغان ملي پوځ د خوځند توب، د جگړه ييز ملاتړ او د جگړه ييزه خدماتو د ملاتړ د پياوړي کولو لپاره نور کار ته اړتيا شته ده. | |
له افغان ملي پوځ سره د ناټوهمکاری د هغه پر پکار اچولو ورټوله ده، نه ورته د سړيو پر برابرولو، لومړنۍ روزنې او ساتنې. ناټو د افغانستان د اسلامي جمهوريت له حکومت سره د عملياتي سلاکارانو او د ارتباط د ډلو په برابرولو کې مرسته کوي چې افغان ملي پوځ عملياتي وړتيا تر لاسه کړي. دغه ډلې د روزنې به برخه کې مرسته کوي او په عملياتو کې د سلاکارانو په توگه گډون کوي. |
|
د عملياتي سلاکارانو او ارتباط ډلې د افغان ملي پوځ او ايساف د عملياتو تر منځ د همغاړيتوب او له يو بل سره د هغو د ټکر د مخنيوي په برخه کې په ځانگړې توگه مهمه ونډه لري. |
|
ناټو اوس د عملياتي سلاکارانو او ارتباط ٢٠ ډلې ځاى پر ځاى کړي او دا ټلواله هلې ځلې کوي چې په دغه شمېر کې د پام وړ ډېروالی راولي. |
|
د اشيان فونډېشن (آسیایی بنیاد) د ٢٠٠٦ کال سروې ريپوټ ورکړ چې د هغو افغانانو چې ورسره مرکې شوي په سلو کې ٨٧ پر افغان ملي پوځ ډاډ لاره. |
|
افغان ملي پوځ په رېښتينې توگه يوه "ملى" موسسه ده چې د هرې لويې توکميزې ډلې استازيتوب کوي. |
|
د افغان ملي پوځ ځواک او وړتيا د هرې ورځې په تېرېدو وده کوي. درې کاله وړاندې، افغان ملي پوځ هېڅ شته والى نه لاره چې خبره يې وشي، خو نن افغان ملي پوځ ٣٥٠٠٠ غړي لري، چې ډېرى يې د ايساف ځواکونو سره اوږه په اوږه عمليات ترسره کوي. په ډېرو مواردو کې افغان ملي پوځ دا مهال په لويو عملياتو کې برخه لري او يا يې مشري کوي. |
|
د تجهيزاتو ورستۍ بشپړې شوې مرستې: |
هنگري ٢٠٥٠٠ يرغليز ټوپک او ١٥٠٠٠٠ مهمات
سلووينيا١٠٠٠٠ ماشينگڼې ، دوه مليون مهمات
ترکيه ٢٤ ١٥٥ ملي متره توپونه
بلغاريا ٥٠هاوانونه ، ٥٠٠ دوربينونه، ٢١ عشاريه ٦ مليون مهمات
کروشيا ١٠٠٠ماشينگڼې، ٣٠٠٠٠٠ مهمات
د چک جمهوريت ١٢ چورلکې (هليکوپټرې) او٢٠٦٤٠ ماشينگڼې
استونيا ٤٠٠٠ ماشينگڼې، له ٤ تر ٦ مليون مهماتو سره
يونان ٣٠٠ ماشينگڼې
لتويا ٣٣٧ د اوږې د سر توغندي ويشتونکي، ٨ هاوانونه،شاوخوا ١٣٠٠٠ بېلابېلې وسلې او شاوخوا ٩ مليون مهمات
ليتوانيا ٣عشاريه ٧ مليون مهمات
مونتي نگرؤ ١٦٠٠ ماشينگڼې، ٢٥٠٠٠٠ مهمات
پولند ١١٠ زغره وال گاډي، ٤ مليون مهمات
سويس د اور وژنې ٣ موټر
ترکيه د ١٥٥ ملي متري توپ ٢٢٠٠ مهمات
د افغان ملي پوځ لپاره د اعتبار يو صندق جوړ شوى چې له افغان ملي پوځ سره د شويو مرستو د لېږدولو او لگولو لگښت ترې پرې شي. دغه صندق ته د لاندې هېوادو له خوا د ٤٠٠٠٠٠ يورو مرسته شوې:
ډنمارک ٢٥٠٠٠٠ يورو
بريتانيا ١٠٠٠٠٠ يورو
لوکزامبورگ ٥٠٠٠٠ يورو
د افغان ملي پوځ د تجهيزولو لپاره په اروپا کې د متحدو ځواکونو اعلی سرقومانداني SHAPE د پيل او همغاړي کولو مرکزي واکمنه اداره ده . |
|
سر بېره پر دې، متحده ايالتو له افغان ملي امنيتي ځواکونو سره د ٨ عشاريه ٦ مليارد ډالرو مرسته اعلان کړې، چې يوه برخه به يې افغان ملي پوځ لپاره د ٧٠٠٠٠ پوځيانو په روزنه او سمبالو ولگول شي. |
|
د لاندې هېوادو د بهرنيو چارو وزيرانو د ٢٠٠٧ کال د جنوري پر ٢٦ په خپله غونډه کې د افغان ملي پوځ د روزلو يا سمبالولو لپا ره نورو مرستو ته چمتوالى څرگند کړ: فرانسه، ايتاليا، هالند،د سلواکياجمهوريت، ترکيه او کروشيا. |