د ناټو او متحدینو داسې ډلې چې دفاعي ریفورم، د دفاعي تاسیساتو جوړونې او د امنیتی سکټور د ریفورم نظامي اړخونو پورې د اړوندوځانګړیو مسایلو په هکله ماهرانه لارښوونې وړاندې کړي، او همدارنګه د افغاني کارپوهانو له ډلو سره چې د ناټو له مرکزي دفتر څخه لیدنه کوي بحثونه په کې شامل وي.
د ناټو تر مشرۍ لاندې په ځانګړې توګه برابر شوي فعالیتونه یوازې د افغاني برخه والو لپاره په کې شامل وي، د مثال په توګه، داسې کورسونه او سیمینارونه چې د ناټو په اوبیرا میرګاو ښوونځي کې، د ناټو د دفاعي چارو په پوهنځي کې و هم ورته فعالیتونه د ناټو د هېوادونو له خوا په افغانستان کې ترسره شي؛ او
په ساحه کې د عملیاتي لارښوونې او د ارتباطي ډلو په شمول، له پخوانۍ ملي تجربې او صلاحیتونو څخه ګټه واخلي.
IV . د تطبیق او ارزونې ملاتړ
ناټو او افغانستان به په بېلابېلو سطحو مشورې وکړي، او د پرمختګ او بشپړتطبیق د سرپرستۍ لپاره به دوامدار دیالوګ او مشورې، او د فعالیتونو د منل شوي پروګرام منظمه ارزونه یقیني کړي.
دغه بحثونه او مشورې به د ناټو د لوی ملکي استازي له صلاحیت سره سمې د هغه او په بروسلز کې د افغان پلاوي په پوره همکارۍ سره ترسره کېږي.
متحدین به د افغانستان د روانو اقتصادي وړتیاوو او په افغانستان کې د ناټو دعملیاتي ښکېلتیا په پام کې نیولو سره د دغه پروګرام د بشپړ تطبیق او د وسایلو او مادي ملاتړ د پیاوړتیا او همدارنګه د افغان ملي امنیتي او دفاعي تاسیساتو د مالي پایښت د وړتیا په شمول دمناسبو کورنیو مېکانېزمونو له لارې د مرستې د اړوندو دوه اړخیزو پروګرامونو د هماهنګ کولو پر امکاناتو غور وکړي. د ورځنۍ بیا کتنې په پام کې نیولو سره، به د PfP د مالي مرستې پالیسي د دې لپاره هم وکارول شي چې د دغه پروګرام په تطبیقولوکې مرسته وکړي. د پروګرام په بیاکتنه کې د هغه د مالي مرستې د برابرولو مېکانېزمونه هم شامل دي. حکومتونه هم ښایي د PfP د وجهي صندوق میکانیزم په پام کې ونیسي.