د ولایتی بیا رغاونې ډلې (پي آر ټي)
تعریف
د ولایتي بیا رغاونې ډلې (پي آر ټي) د ملکي او پوځي کارکونکو وړې ډلې دي چې د افغانستان په ولایتونو کې کار کوي چې مرستندویه کارکونکو ته امنیت برابر کړي او د بیا رغاونې په چارو کې مرسته وکړي.
دا ډلې د افغانستان لپاره د درې-برخیزې ستراتیژي -- امنیت، اداره او پرمختیا ــ یوه مهمه برخه ده، چې په ټول هېواد کې د ثبات له ټينگولو سره مرسته کوي.
دنده
د هغو دنده له سیمه ییزه چارواکو سره په سیمه کې د بیا رغاونې او د امنیت د ټینگ ساتلو په چارو کې مرسته ده
د پي آر ټي موخې
- د یوه لا ډېر با ثباته او خوندي چاپېریال په رامنځته کولو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت ملاتړ؛
- د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت د واک له پراخولو سره مرسته؛
- د امنیتي سکتور د سمون له هڅو سره چېرې چې اړتیا وي مرسته؛
- د بیا رغاونې هڅو لپاره د لارې هوارول او د ملی پرمختیا د لومړیتوبونو پیاوړي کول؛
- د ملکي سکتورونو تر منځ د هڅو یو موټي کول؛ او
- د افغانستان راتلونکي ته د نړیوالې ټولنې د ژمنتیا څرگندول.
د پي آر ټي ځانگړې دندې دا دي:
- له سیمه ییزه مشرانوسره د خبرو اترو، د ډاډ رامنځته کونکو فعالیتونو او د احتمالي شخړو د مخنیوي له لارې د افغانستان د خلکو لپاره د امنیتي وضعې ښه کول؛
- له یوناما او د امنیتي سکتور په سمون کې برخه والو مخکښو هېوادو سره په نژدې همغگۍ او د دوه اړخیزه پروگرامونو له لارې د امنیتی سکتور د سمون د چارو څارنه، ارزونه، مشوره او ملاتړ؛
- له افغان حکومت سره سیمه ییزه مشرانو ته د خپلو پرېکړو او تگلارو په ورسولو کې مرسته؛
- د فعالیت لپاره په ټاکل شوې سیمه کې د لید وړ شته والي یا حضور رامنځته کول؛
- د فعالیت په سیمه کې د امنیتی، سیاسي او ملکي وضعې څارنه او ارزونه؛
- د ایساف قومانداني COMISAF ته د فعالیت لپاره د ټاکل شوې سیمې د یوه گډ عملیاتي انځور د چمتو کولو په نیت د معلوماتو او استخباراتو برابرول؛
- له نړیوالې ټولنې سره د ملکي ادارې د سمون او پیاوړتیا په برخه کې مرسته؛
- د افغان حکومت او مدني ټولنو تر منځ د معلوماتو شریکولو ته د لارې هوارول؛
- د چارواکو لپاره د نوبتي غونډو سمبالول او ورته د اسانتیاوو برابرول چې د افغان حکومت/یوناما او سیمه ییزه مشرانو تر منځ خبرو اترو او اړیکو ته لار هواره کړي؛
- د پي آر ټي ملکي اړخ ته د ټرانسپورټ، انجنییري او په نورو برخو کې د مرستې برابرول؛ او
- د هغو نړیوالو کتونکو کوربه کېدو او مرستې ته چمتووالی چې د مدني جوړښتونو په جوړولو کې مرسته کوي.
جوړښت
دا مهال ۲۵ پي آر ټي گانې په ټول هېواد کې په لاندې ډول فعالیت کوي:
د شمال سیمه ییزه قومانداني
- کندز (جرمني) د کندز ولایت؛
- مزارشریف (سویډن) د بلخ ولایت؛
- فیض آباد (جرمني) د بدخشان ولایت؛
- پلخمري (هنگري) د بغلان ولایت؛
- میمنه (ناروې) د فاریاب ولایت.
د لویدیځ سیمه ییزه قومانداني
- هرات (ایټالیا) د هرات ولایت؛
- فراه ( متحده ایالات) د فراه ولایت؛
- قلعه نو( اسپانیا) د بادغیس ولایت؛
- چغچران (لیتوانیا) د غور ولایت.
- د جنوب سیمه ییزه قومانداني
- کندهار (کاناډا) د کندهار ولایت؛
- لشکرگاه (بریتانیا) د هلمند ولایت؛
- ترینکوټ (هالند) د ارزگان ولایت؛
- کلات (متحده ایالات) د زابل ولایت.
- د ختیځ سیمه ییزه قومانداني
- بامیان (نوی زیلاند) د بامیان ولایت؛
- بگرام (متحده ایالات) د پروان ولایت؛
- نورستان (متتحده ایالات) د نورستان ولایت؛
- پنجشېر (متحده ایالات) د پنجشېر ولایت؛
- گردېز(متحده ایالات) د پکتیا ولایت؛
- غزنی (متحده ایالات) د غزني ولایت؛
- خوست (متحده ایالات) د خوست ولایت؛
- شرنه (متحده ایالات) د پکتیکا ولایت؛
- جلال آباد (متحده ایالات) د ننگرهار ولایت؛
- اسدآباد (متحده ایالات) د کنړ ولایت؛
- مهترلام (متحده ایالات) د لغمان ولایت؛
- وردگ (ترکیه) د وردگو ولایت
د پلازمېنې په سیمه ییزه قومانداني کې پي آر ټي نشته.
سابقه
په لومړي سر کې د ۲۰۰۲ کال له ډسمبر نه پي آر ټی گانو د متحده ایالاتو په مشرۍ ټلوالې لاندې فعالیت کاوه. خو کرار کرار آیساف د ډېرېدونکي شمېر پي آر ټي گانو مسؤلیت پرغاړه واخیسته. سره له دې چې د دغو ډلو مشري جلا جلا هېوادونه کوي، د پي آر ټي گانو پوځي برخې د آیساف د قوماندان تر قوماندې لاندې راځي. په سیمه ییزه کچه دا ډلې د
سیمه ییزه قوماندانانو له خوا سره همغاړې کیږی.