
" له امنيت څخه پرته پرمختيا نشي تر لاسه کېدى او له پرمختيا پرته امنيت بې مانا دى".
د ايساف ماموريت له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د هر اړخيز نژدېوالي او په دغه هېواد کي يې د تلپاتې سولې او ثبات د بيا ټېنگولو د هڅو نه بېلېدونکې برخه ده.
په داسې حال کې چې د ايساف اساسي دنده په افغانستان کې د امنيت ټينگول دي چې د بيا رغاونې او پرمختيا لپاره لار هواره کړي، د بيا رغاونې او پرمختيا له هڅو سره عملي مرسته هم د ايساف په مهمو کمکي پوځي دندو کې راځي.
په دې ډگرد ايساف د فعاليتونو د پام وړ اړخونه دا دي: د اړتياوو پېژندنه، لکه د ښونځيو او روغتيايي تاسيساتو بيا رغاونه، د اوبو د زيرمو بيا جوړل، له نورو پوځي-ملکي پروژو سره د مناسبې مرستې کول؛ او د پرمختيايي هڅو د پرمختگ پرله پسې څارنه.
د دې کار په تر سره کولو کې د ناټو/ايساف د ولايتي بيا رغاونې ٢٥ ډلې په افغانستان کې د بيا رغاونې او پرمختيا هڅو ته د ټلوالې د ژمنې په سر کې دي.
| د ولايتي بيا رغاونې ډلې | |
| په کابل کې د JCMBپه بهېر کې د SCR د فعال گډون يقيني کول؛ | |
| د بشري مرستو د عملياتو ملاتړ چې د افغانستان د اسلامی جمهوریت دحکومتي ادارو له خوا همغاړې کيږي؛ او | |
| د نشه يي توکوضد هلو ځلو څارنه |
|
په ٢٠٠١ کال کې په سلو کې ٨ افغانانو لومړنيو روغتيايي خدماتو ته لاسرسى لاره. د ٢٠٠٧ کال په لومړيو کې دغه شمېر په سلو کې ٨٣ ته پورته شوى. |
|
|
په ٢٠٠١ کې ١ عشاريه ٢ مليون کوچنیان هره ورځ ښونځي ته تلل، نن ٦ مليونه ورځي، چې ٢ مليون يې انجونې دي. له ٤٣٠٠٠ تر ٤٥٠٠٠ ښونکي په ٢٠٠٦ کال کې وروزل شول. |
|
|
د حلقوي سړکونو د شبکې ٨٢٥ د ټرافيکو پر مخ پرانستې دي، که څه هم پر ځېنو برخو يې لا اوس هم کار روان دى. |
|
|
د پرسونل ضد ٨٨١٣٦ ماينونه او دغه راز د ټانک ضد ١١٥٢٤ ماينونه له منځه وړل شوي دي. |