Updated:
29-Oct-2008
.Eng
/ .Fr
Dari / Pashto
په افغانستان کې د ناټو لوی ملکي استازی
استازی فرناندو جينتيليني
د ۲۰۰۸ کال می
- د ایټالیا په سوبیکو (روم) کې زیږیدنه، د ۱۹۹۲ کال د مارچ ۲مه؛
- د روم پوهنتون څخه د حقوقو په ځانګه کې فارغیدل، ۱۹۸۶ ؛
- د ایټالیا د سیاسي خدماتو سره د ۱۹۹۰ کال په فروری کې یوځای شو؛ لومړي دنده يي په روم کې د ایټالیی د بهرنیو چارو په وزارت کې د انساني منابعو او اداري څانګه کې وه؛
- په ادیسه بابا (ایتوپیا) کې د ایټالیې په سفارت کې دوهم سکرتر (اقتصاد او سوداګري)، د ۱۹۹۲ کال جولای؛
- په لوړ سفارت کې د لومړي سکرتر ته ترفیع ورکړی شوه، د ۱۹۹۵ کال جنوري؛
- په برسلز کې د اروپايي ټولنې لپاره د ایټالیې په دایمي نمایندګۍ کې لومړی سکرتر، د ۱۹۹۶ کال ډیسمبر؛
- د اروپايي ټولنې د شورا په سکرتریت کې د پالیسي جوړوني او مخکيني خبرتیا څانګه کې د ایټاليي د استازي په توګه مقرر شو، کوم چې د اروپايي ټولنې د ګډي بهرني او امنیتي پالیسي لپاره د لوړي نمایندګۍ تر صلاحیت لاندې وه، د ۱۹۹۹ کال ډیسمبر؛
- په روم کې د لوړي نمایندګۍ د مشاور مقام ته ترفیع ورکړی شوه، د ۲۰۰۰ کال جولای؛
- په روم کې د ام اف ای د اروپايي هیوادونو په څانګه کې د لویدیز بالکان د برخې د مشر په توګه وټاکل شو، د ۲۰۰۲ کال ډیسمبر؛
- د اروپايي ټولنې د لوړې نمایندګۍ له لوري د کوسوا لپاره شخصي استازی وټاکل شو، د ۲۰۰۴ کال اپریل؛
- د سفارت مشاور ته ترفیع ورکړی شوه، د ۲۰۰۴ کال جولای؛
- په برسلز کې د سرمنشي په دفتر کې د پالیسي څانګه/د سی اف ایس پی لپاره په لوړي نمایندګۍ کې وټاکل شو، د ۲۰۰۴ ډیسمبر؛
- په روم کې د ایټالیې د لومړي وزیر د سیاسي مشاور د مرستیال په توګه د شورا د مشر په توګه وټاکل شو، د ۲۰۰۶ اګست؛
- د ایټالیې په پوځ (توپخانه) کې دوهم بریدمن (لنډ خدمت)، د ۱۹۸۷ کال مارچ؛
- د ایټالیې افتخاري نښان ۴ مه درجه د لوړ ملکي خدمت په ویاړ په کال ۲۰۰۶ کې ورکړ شو.